کابل ټکی کام ۲۱چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندوز ولایت د چهادرې ولسوالۍ په عیسی خېلو کلي کې د افغان او بهرنیو عسکرو له خوا چاپه، د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شوې ده.
له کندوز ولایت څخه د کابل ټکي کام همکار خبر راکوي، چې بهرنیو او افغان عسکرو بېګا شپه د چهاردرې ولسوالۍ په عیسی خېلو کلي چاپه ووهله، چې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شول.
جګړه چې نا څاپي پېښه شوله، یو بهرنی او یو د اردو عسکر پکې ټپيان شول.
زمونږ همکار وايي، بهرنیو او افغان ځواکونو په دغه چاپه کې د طالبانو ۹ موټرسایکلان او یو رېنجر موټر وسوځول، او د دوه ملکي وګړو د ټپي کېدو ترڅنګ یې، ۲۰ نور ولسي خلک له ځانه سره بوولي.
زمونږ همکار زیاتوي، چې دغه شل کسان بېرته سهار مهال په تېښه بریالي شول، او خپل کلي ته ورسېدل.
طالبانو تراوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو په کندوز ولایت کې زمونږ همکار د یوه طالب جنګیالي له خولې وايي، چې دوی ته هېڅ ځاني زیان نه دی اوښتی.
د یادولو ده، په کندوز کې ډېری چاپې د طالبانو د سخت مقاومت له کبله له ناکامۍ سره مخ کیږي.


















