د خوست یوه ښوونځي کې چاودنې، ۴ کسان ټپيان کړي

کابل ټکی کام ۲۱چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نن سهار د خوست ښار په یوه ښوونځي کې د چاودنې له کبله ۴ کسان ټپيان شوي دي، او روغتون ته لېږدول شوي دي.
له خوست ولایت څخه خبري منابع وايي، چې نن سهار ۸:۳۰ بجې د شهید مطیع الله ښوونځي په یوه ټولګي کې چاودنه شوې ده، چې له امله یې یو ښوونکی او درې زدکوونکي ټپيان شوي دي.
د خوست د ښوونې او روزنې رئیس انجینر بخت نور بختیار وايي، چې دغه چاودېدونکي مواد د شپې په درسي ټولګي کې ځای پر ځای شوي وو.
دی وايي، د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي، او روغتیايي حالت یې ښه بلل شوی دی.
د خوست امنیه قومندان مل پاسوال فیض الله غیرت وایي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي، خو لا تراوسه يې کوم شکمن څوک نه دي نیولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button