ليکوال : شريف الله (پکتياوال)
د عراق او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي او په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير خليلزاد چې نن به د امريکا د متحده ايالتونو د کانګريس غونډې ته وينا وکړي په خپله پرونی وينا کې ويلي چې په افغانستان کې د ټولو ناخوالو او بدبختيو مور پاکستان ده، او هغه افغانان چې د کورنی غړي يې په جګړو کې وژل شوي يا ټپيان شوي هغوی دې په پاکستان عرض وکړي او د خپلو وينو پور دې ترې وغواړي.
خليلزاد دا خبرې په داسې حالت کې کوي چې د جولائي په نهمه د امريکا متحده ايالتونه د يوې غونډې په ترڅ کې په دې بحث کوي ترڅو معلومه کړي چې پاکستان د امريکا دوست او که دښمن دی؟
او پاکستان د ترهګرۍ مخالف او که پلوي دی؟.
دتيرې جمعې په ورځ د پولڼد په وارسا غونډه کې چې د اوباما په مشرۍ د ناټو ټولو غړيو هيوادونو پکې ګډون درلود ولسمشر اشرف غنی هم پاکستان ګرم وباله او شکايت يې وکړ، په دې وروستيو کې د پاکستان په هکله شکايتونه زيات شوي او کيدای شي پاکستان د همدغو شکايتونوله امله تر سخت فشار لاندې وي.
که پورته فشارونو او د پاکستان داخلي سياست ته وکتل شي ښکاره خبره ده چې نور د پاکستان بخت کار نکوي او په لوی لاس ځان د هلاکت او بربادی کندې ته ور اچوي، ځکه چې په پاکستان فشارونه د امريکا له لوري دي خو پاکستان د دې پر ځای چې هغوی ته مثبت ځواب ورکړي د افغان مهاجرينو په زورولو، نيولو، وهلو او لوټلو يې لاس پورې کړی، چې دا هم د پاکستان د بخت کوټه کيدو يو ستر لامل بللی شو.
دا چې د خليلزاد خبره چې افغانان دې د خپلو وينو پور له پاکستان څخه وغواړي دا به په افغانانو څومره اغيز وکړي دا به په راتلونکي کې ثابته شي، خو د پاکستان لخوا په اوسنيو شرايطو کې د افغانانو زورول له شک وتلې د دې لامل کيږي چې هغه له نيست سره برابره خواخوږي چې يو شمير افغانان يې له پاکستان سره لري دا هم له منځه ولاړه شي، چې دا به بيا د پاکستان لپاره تر بل هر تاوان سخت تاوان او نه جبرانيدونکی زيان وي.
پاکستان که د امريکا هر څومره نږدې دوست دی يا شي زما په فکر امريکايان به خامخا يوه ورځ د پاکستان ګريوان ته لاس اچوي، چې په افغانستان کې د اوږد مهالې ستراتيژي جوړول او له هندوستان سره د امريکا ورځ په ورځ نږدې والی يې ښه ثبوت دی.
د امريکا تير او اوسنيو سياستونو ته که مونږ متوجه شو وبه وينو چې امريکا تل هڅه کړې چې خپل دښمن يا هغه چاته چې په راتلونکي کې يې د ځان لپاره خنډ بولي لومړی هغه ته ډير نږدې پلي ځواکونه جوړوي او بيا له پاسه د دوی حملې پيل کيږي چې همدا يې د دښمن د له منځه وړو يوه ښه او کاميابه تجربه ده او په دې کې امريکايان تر اوسه بريالي شوي هم دي، چې په دا نږدې پنځلسو کلونو کې يې ښې بيلګې په افغانستان کې د طالبانو د پرځولو لپاره له شمالي ټلوالې او په عراق کې د صدام حسين د له منځه وړو لپاره له شيعه مليشو څخه کار اخيستل دي.
زه فکر کووم په افغانستان کې د پاکستان خلاف تبليغات کول دا هم د امريکايانو لخوا د وروسته پلي کيدونکې ستراتيژي يوه کړۍ ده، چې په ظاهره امريکايان په خپله همدغه پاليسي کې کاميابه ښکاري، ځکه له شک وتلې هغه افغانان چې په هيواد کې دننه ژوند کوي سل په سله له پاکستان څخه کرکه کوي، او په افغانستان کې د هرې پيښې پړه په پاکستان اچوي، او دا په افغانستان کې د ميشتو افغانانو د يوې طبقې يا ډلې خبره نه ده، بلکې نر ښځې، زاړه او واړه ټول په يوه خوله دي، تر دې هغه افغانان چې په پاکستان کې ژوند کوي هغوی هم د پاکستان اجيران او مزدوران بلل کيږي.
هندوستان له شک وتلی د پاکستان داسې دښمن دی چې په سر او مال يې سرفه نکوي، او پاکستان هم له هندوستان سره ورته دښمني لري، دا چې په دې وروستيو کې هند له افغانستان سره ځان ډير نږدې کړی او هم يې له امريکا سره اړيکې ورځ په ورځ غوښنې کيږي، او په همدې وخت کې په لوی لاس او په ډيره زيرکتيا افغانان له پاکستان سره دښمني کولو ته هڅول کيږي، او هم پاکستان وخت په وخت له افغانانو سره ناوړه چلند کوي، کيدای شي دا د امريکا هغه سياست وي چې په خطر يې هغه وخت څوک پوهيدلای شي کله چې اوبه له ورخه تيرې وي.
پاکستان ته په دې فکر کول پکار دي خدای مکړه که د هندوستان لخوا پرې حمله وشي او د هندوستان په ملاتړ امريکا په پاکستان له هوائي ځواک کار واخلي او بل طرفته له پاکستان سره د افغانانو دښمني په همدې حال پريښودل شي دا به د پاکستان لپاره څومره په ګټه وي؟


















