ننګرهار: د اختطاف او غلا په تور ۶۵ کسان نیول شوي دي

کابل ټکی کام ۲۲چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت امنیتي مسئولین وايي، چې تېرې درې میاشتې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې  ۶۵ کسان د اختطاف او غلا په تور نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي، چې په تېرو درو میاشتو کې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې ۲۴ کسان د اختطاف په تور نیول شوي دي، او ۹ تنه نور د اختطافګرو له بند څخه ازاد شوي دي.
ښاغلي خوږیاڼي همدا راز وویل، چې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د غلا په تور ۴۱ کسان نیول شوي دي، چې دا مهال ټول د ننګرهار ولایت د استیناف څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button