کابل ټکی کام ۲۳چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت په سنګین او ګرمسیر ولسوالیو کې د طالبانو له لورې ۵ پوستو سقوط کړی دی.
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ په سور غوږیانو او کندهار اډې سیمو کې یې ۴ پوستې نیولي دي.
طالبان وايي، پر دغو پوستو باندې د دوی جنګیالیو د شپې له خوا پراخ بریدونه ترسره کړل، چې سهار مهال ۴ واړه پوستې په پرلپسې توګه د دوی لاسته ولوېدې.
طالبان وايي، په دغه جګړه کې یې، ۲۹ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې، یو ټانګ یې له منځه وړی، ګڼې سپکې او درندې وسلې یې نیولي دي.
طالبان همدا راز ویلي دي، چې د دغه ولایت ګرمسیر ولسوالۍ په لبریزکاریز سیمه کې یې هم یوه پوسته نیولې ده.
طالبان ادعا کوي، چې په دغه جګړه کې یې، یو رېنجر موټر، یوه دهشکه، ۲ پیکا ماشیندار او په زیاته پيمانه نور مهمات ترلاسه کړي دي.
طالبا مني، چې په دواړو نښتو کې یې ۲ جنګیالی هم وژل شوي، او ۳ نور ټپيان دي.


















