کابل ټکی کام ۲۳چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندوز ولایت ولایتي شورا او اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولایت د سقوط ۱۱ میاشتې تېرې شوې، مګر په دغه موده کې تراوسه پورې، مرکزي دولت د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه هېڅ جدي ګام نه دی پورته کړی.
د کندوز ولایت د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي وایي، چې دا مهال د دغه ولایت ۷۰ سلنه برخه د طالبانو په لاس کې ده، یوازې په محدودو ښارونو کې دولت واکمن دی، او هلته هم ډېر کمزوری دی.
نوموړي پر ولسمشر تور پورې کړ، چې ژمنې کوي، خو عمل ته یې نه رسوي.
ده وویل، ولسمشر غني د دغه ولایت له خلکو سره ډېرې وعدې کړې وې، خو تراوسه پورې یې یوه هم نه ده عملي کړې.
د کندوز ولایت د ولایتي شورا یو بل غړی غلام رباني رباني رسنیو ته وویل، چې مرکز ي حکومت د کندوز ولایت د امنیت د تأمین او د طالبانو د له منځه وړلو لپاره هېڅ ډول جدي اقدام نه لري.
ښاغلي رباني وویل، چې د کندوز ښار په څلورو خواوو کې طالبان لیدل کیږي.
رباني وویل:
«د کندوز خلک په دغه ولایت کې نور د ژوند کولو باور نه لري، ځکه چې ساحه بیخي پرې تنګه ده، او د کندوز ښار په څلورو ساحو کې طالبان لیدل کیږي، او همدغه دولت دی، چې لاس تر زنې ناست دی او زمونږ در په دري او بې کوره کېدلو ته ګوري.»
د کندوز ولایت اوسېدونکو هم رسنیو ته ویلي دي، چې د دغه ولایت ۷۰ سلنه برخه د طالبانو په لاس کې ده.
د کندوز خلک پر مرکزي حکومت او د دغه ولایت پر محلي ادارې انتقاد کوي، او وایي، چې له طالبانو څخه د کندوز ولایت د بېرته نیولو راهیسې، حکومت د دغه ولایت د امنیت په اړه هېڅ ډول جدي اقدامات نه دي کړي.
دوی وایي، چې حکومت یوازې د ولایت او ولسوالیو د مرکزونو پر ساتلو تکیه کړې ده.
له بلې خوا څخه د کندوز ولایت والي عمر خېل وايي، چې له څو میاشتو راهیسې په کندوز ولایت کې د طالبانو د له منځه وړلو په موخه ځمکني او هوايي بریدونه پيل شوي دي.
د کندوز ولایتي شورا او اوسېدونکي د کندوز ولایت له امنیتي وضعیت څخه په داسې حال کې سر ټکوي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د طالبانو له لورې بریدونه ګړندي شوي دي، او د ولایت د ښار شاوخوا را ټول شوي دي، او پلان لري، چې یو ځل بیا دغه ولایت تر خپلې ولکې لاندې راولي.


















