شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

حکمتیار صیب څه وایی؟؟؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 13, 2016
کټګوریانې: تبصرې
0
11
ځلې شریک شوی
139
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ډاکټر آصف

د حکمتيار صیب له لوري په خيبر پښتونخوا کي مېشت مهاجرينو ته د هغوی د یوه ورلیږلي لیک په ځواب کې داسې لیکلي دي!

(( السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته وبعد:

الله تعالی مو روغ، خوښ او موفق لره او د خپلو ايماني مسؤليتونو د اداء کولو توفيق مو تل په برخه وه.

  • ستاسو له گډ ليک ډېره مننه، ستاسو د نېکو احساساتو، اسلامي غيرت او همت قدرونه کوم، دعاء کوم چي الله تعالی ستاسو ټولي نېکي هيلي په دنيا او آخرت کي تر سره کړي.
  • مطمئن اوسئ چي إن شاء الله په لوړ سر به هېواد ته ستنیږئ ، حزب اسلامي ستاسو کور او سنګر دئ، د سولي په مذاکراتو کي د حزب اسلامي يو اساسي شرط په عزت او خپله خوښه د مهاجرينو بېرته ستنېدل او د هغوی د استوګني لپاره مناسب شرائط او تسهيلات برابرول دي. په معاهده کي راغلي چي په لومړي سر کي به د شلو زرو کورنيو لپاره تياري نيول کېږي.

په لوی الله مو سپارم . په احترام

حکمتيار
لاسليک
جوزا ۹۵))

درنو هیوادوالو!

د حکمتیار صیب د پورته ځوابیه لیک په لوستلو سره به تاسې حس کړي وي چې حکمتیار صیب ته دا لیک چا استولی او د څه لپاره یې استولی او د حکمتیار صیب د ځواب مطلب څه او هدف یې څوک دي؟

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

دې په نوم جهادي رهبرانو د جهاد له پیل نه د بې وزله افغانانو له نوم نه سوء استفادې کړي دي، په دې معنی چې کله هم دا غټان څه ګټه وټه ترلاسه کول وغواړي نو د بې وزله افغانانو او بیچاره مهاجرینو له نوم نه بده استفاده کوي.

لیک په شمشتو کې پرتو حزبيانو حکمتیار صیب ته استولی و خو په خیبر پښتونخوا کې د ټولو افغان مهاجرینو لخوا یې وانمود کړی دی، او حکمتیار صیب هم د دې لپاره چې د بیچاره مهاجرینو په سترګو کې یو ځل بیا شګې وشیندي وایي چې:

(مطمئن اوسئ چي إن شاء الله په لوړ سر به هېواد ته ستنیږئ ، حزب اسلامي ستاسو کور او سنګر دئ، د سولي په مذاکراتو کي د حزب اسلامي يو اساسي شرط په عزت او خپله خوښه د مهاجرينو بېرته ستنېدل او د هغوی د استوګني لپاره مناسب شرائط او تسهيلات برابرول دي.

(په معاهده کي راغلي چي په لومړي سر کي به د شلو زرو کورنيو لپاره تياري نيول کېږي)

دا شل زره کورنۍ څوک دي؟؟ باید حکمتیار صیب ملت ته د دې وضاحت ورکړي، او که وضاحت نه سترګې پټې کړي نو هم ملت په دې پوهیږي چې مراد ورنه په شمشتو کې هغه حزبیانی کورنۍ دي چې ټول عمر یې د مهاجر، شهید، یتیم، کونډې او نورو په نومونو مرستې راغونډې کړي او په خپلو جیبونو کې یې اچولي، خپلو بچو ته یې د ښه عیش او نوش او د ژوند هر ډول آسانتیاوې برابرې کړي وې او د مهاجرینو یتیمو بچیانو به ورته په خوارو سترګو کتل او دوی به های لکسو موټرو کې ښکته پورته کیدل. دا صحنې به هیڅکله له غریبو او بیچاره مهاجرینو نه هیرې نشي.

حکمتیار دلته یو ځبل بیا غواړي چې د بوسو لاندې اوبه تیرې کړي، د دې خبرو نه په ظاهره ټول پراته مهاجرین دي خو په حقیقت کې یې هدف یواځې د حزبیانو کورنۍ دي چي په شمشتو نصرت مینه کیمپ او یو څو نور ځایونو کې پراته دي، په دې معنی چې حزبیان او مشر یې حکمتیار په دې هڅه کې دي چې د ټولو دری ملیونه پرتو مهاجرینو له نوم نه په استفادې سره یو ځل بیا ناروان امتیازات خپلو حزبیانو ته په لاس ورکړي.

دې رهبرانو پخوا هم د روسانو پر ضد د جهاد په وختونو کې په خپل بې وزله او بیچاره ولس ورته لوبې کړي دي او اوس هم دوام ورکول غواړي. هغه مهال به تر ټولو زیات امکانات، راشن، تنخاګانی، موټرې، غذایی مرستې، د پوښاک مرستې، او داسې نور ټول لومړې د رهبرانو د کورنیو په اختیار کې وو، ورپسې یې خپلو خپلوانو او ورپسې به یې د رییسانو، او قومندانانو ته ورکول کیدې، او بې بیچاره فقیرو او مسکینو او غریبو مهاجرینو ته به که په آخر کې څه پاتې وو نو ورکول به یې هغه هم په ډیر تکلیف سره او که خلاص شوي به وو نو مهاجرینو به په ښیراو لاس پورې کاوه ځکه چې بله چاره یې نه درلوده.

مونږ نه پوهیږو چی دا رهبران د اسلام په نوم ولې له خپل غریب او بیچاره ولس نه هیڅ بې هیڅه غچ اخلي. مونږ نه پوهیږو چی حکمتیار صیب څه وایی؟؟؟

مخکینې مطلب

کندوز ولایتي شورا: د کندوز ۷۰ سلنه برخه د طالبانو په لاس کې ده

بل مطلب

د داعشیانو راډیو دستګاه لمنځه یوړل شوه

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com