طالبانو ته د کوهستاناتو مرکز او نورې سیمې لاسته ورغلي دي

طالبانو ته د کوهستاناتو مرکز او نورې سیمې لاسته ورغلي دي

کابل ټکی کام ۱۱میزان/۱۳۹۴

انصار

د سرپل څخه لاسته راغلو راپورونو کې ویل شوي دي چې د کوهستاناتو د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه طالبانو نیولی او پکې ټولې جنګي او نقلیه وسیلې د غنیمت په توګه طالبانو نیولي دي.

په راپور کې ویل شوي دي چې د کوهستاناتو د مرکز څخه علاوه یو شمېر نورې سیمې چې طالبانو په دې مسلسل بریدونو ته دوام ورکړ، د دولت څخه طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

راپور زیاتوي چې نیول شوې سیمې د پرون سهار څخه پیل تر نن ورځې پورې د جګړې په دوام طالبانو ته لاسه ته ورغلي دي.

د طالبانو یو باوري سرچینې کابل ټکي کام ته ویلي دي چې نن سهار د جوزجان ولایت د خماب ولسوالۍ او ورسره د سیمې پوستې طالبانو ته لاسته ورغلي دي.

د نیولو شویو ولسوالیو او سیمو د نیولو پر مهال طالبانو دولتي ځواکونو ته د سر او مال د درانه تلفاتو خبر هم ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button