کابل ټکی کام ۱۱میزان/۱۳۹۴
انصار
دولتي سرچینو خبر ورکړی دی چې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د نیولو لپاره یې پراخ عملیات پیل کړي دي تر څو یاده ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ونیسي.
په راپور کې ویل شوي دي چې د دواړو خواوو تر منځ د سپکو او درنو وسلو په استعمال د ولسوالۍ د نیولو پر سر جګړه روانه ده.
د بدخشان امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې تېر ماښام د یوه برید په ترڅ کې طالبانو د بهارک ولسوالۍ ونیوله خو د هوايي او ځمکنیو بریدونو په دوام مو ولسوالۍ طالبانو ته د زیاتو تلفاتو په اړولو بېرته اخیستې ده.
د کورنیو چارو وزارت چې په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د بهارک په جګړه کې د طالبانو نومول شوی والي قاري فصیح په هوايي بمبار کې وژل شوی دی خو ازادو رسنیو د قاري فصیح د وژلو په اړه کوم خبر نه دی ورکړی.
له بلې خوا طالبانو ویلي دي چې قاري فصیح ژوندی دی او دا ټول خبرونه د کابل د ادارې یواځې بې بنسټه تبلیغات دي.















