هومن رایټس واچ: افغان حکومت د ماشومانود ساتنې په برخه کې ناکام دی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۴ عبدالهادي همت

د بشري حقونو د څارنې سازمان هیومن رایټس واچ وايي، د افغانستان حکومت د هغوزرګونو ماشومانو په ساتنه کې ناکام شوی چې ترډېرو خرابو شرایطو لاندې کار کوی.

دغه نړېوال سازمان په هغه راپور کې چې نن خپور شوی، په۳۱ مخونو کې د افغان ماشومانو وضعیت ته کتنه کړې ده.

راپور وايي چې په افغانستان کې ان د پنځو کلونو ماشومان کار کولو ته اړ کیږي چې دا په دې هېواد کې د کار له قانون او نړیوالو بشري قوانینو سره په تضاد کې ده.

د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان د افغانستان د چارو څارونکې پتي ګوسمن پرون رسنیوته وویل:د افغانستان حکومت باید د کارخانو څارنه زیاته کړي څو په خطرناکو ځایونو لکه د خښتې پخولو په بټیو او فلزکاري کې د کوچنیانو د کار مخنیوی وشي.

اوسمهال هلته د قانون د تنفیذ په برخه کې خلا ده. دوهم مهم ګام دا دی چې کوچینانو ته د درس زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button