کابل ټکی کام ۲۴چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
ډېوېډ کامیرون د بریتانیا لومړی وزیر وو، چې شپږ کاله یې دغه دنده پر مخ یووړله، د نوموړي له استعفا وروسته، تېرېزا می د دغه هېواد د نوې لومړۍ وزیرې په توګه کار پیل کړی.
ډېوېډ کامیرون په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو پلوی وو، مګر د کابینې یو شمېر غړي ورسره خلاف وو، کله چې له اروپايي ټولنې د دغه هېواد د وتلو ټولپوښتنه وشوه، نو لومړى وزير له ناکامۍ سره مخ شو، بالاخره نوموړي ملکې ته رجوع وکړه، او خپله استعفا یې ورته وړاندې کړه.
د ده له استعفا وروسته تېرېزا می د ملکې لیدو ته ورغله، او ملکې واک ورته تسلیم کړ.
تېرېزا می له مارګریټ تیچر وروسته د دغه هېواد دویمه ښځينه لومړۍ وزیره ده.
کامیرون په خپله وروستۍ وینا کې د خپلې شپږ کلنې واکمنۍ پر مهال د خپلو په زړه پورو شېبو یادونې وکړې.
ده زیاته کړه، چې د خلکو له خدمت څخه به لاس نه اخلي، او اوس به د پارلمان ورستیو څوکیو ته ځي، او د وینا په پای کې د ولسي جرګې له ماڼۍ څخه د مشر جان برکو په ګډون د محافظ کار ګوند غړو د چکچکو په بدرګه ووت.
نوې لومړۍ وزیرې تېرېزا می، دا مهال د نوې کابینې په جوړولو لاس پوری کړی دی، او د نوې کابینې لپاره یې ځینې غړي اعلان کړي دي:
د مالیې وزارت لپاره یې فیلیپ هاموند
د بهرنیو چارو وزارت لپاره یې بوریس جانسن
د کورنیو چارو وزارت لپاره یې امبر رود
د دفاع وزارت لپاره یې مایکل فالون
د نړیوالې سوداګرۍ وزارت لپاره یې لیام فوکس
او له اروپايي ټولنې څخه د جلا کېدو د چارو وزیر ډېوېډ دوایس ټاکلي دي.


















