یونان: د کډوالو تښتوونکې ډله نیول شوې ده

کابل ټکی کام ۲۴ چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
په یونان کې هغه ډله نیول شوې ده، چې په ځانګړې توګه به یې کډوال تښتول، او د خوشي کولو په بدل کې به یې پسې ور څخه غوښتې.
دغه ډله وروسته له هغې په اختطاف کار پيل کړ، چې یونان ته د کډوالو د تېرېدو په برخه کې یې مرسته کوله، او په دغه برخه کې یې پوره اعتماد ترلاسه کړی وو.
خبرونه وايي، د دغې ډلې مشري څلورو پاکستانیانوکوله.
دغه ډله د دغه هېواد په سیلانیک ښار کې د پولیسو له خوا د ۳ پاکستاني کډوالو له شکایت وروسته ونیول شوه.
پولیس وایي، د دغې ډلې د نیولو په موخه یې د شکایت کوونکو کډوالو په مرسته عملیات پیل کړل، او دغه ډله یې ونیوله.
دوی وایي، نیول شوي اختطافګر ۶ کسیزه ډله ده، چې ۴ تنه پاکستاني وګړي هم پکې شامل دي.
دغې ډلې د سیلانیک ښار په بهرنۍ یوې لرې پرتې سیمه کې د مالدارۍ یو فارم کې زندان جوړ کړی وو، چې هلته به یې بندیان ساتل.
خبرونه وایي، دغې ډلې به کډوال د مرستې په موخه دغه فارم ته راوستل، وروسته به یې کانټینرانو کې زنداني کول، له وهلو او ټکولو وروسته به یې کورنیو ته د دوی د خلاصون په بدل کې د پیسو وړاندیز کولو.
پولیس وایي، د دغو اختطافګرو سره یې د مالدارۍ د فارم ۵۲ کلن خاوند هم نیولی دی، او ګڼ شمېر نور تښتوونکي کډوال یې هم ژغورلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button