کابل ټکی کام ۱۳۹۵چنګاښ ۲۴ بصیراحمد پاڅون
د هلمند ولایت خلک شکایت کوي چې د ګرمسیر او خانشین ولسوالیو ته د غځیدلي لویې لارې په اوږدو کې ملي پولیس د لارویانو څخه پیسې ، ګرځنده تلیفونونه او ګڼې په زور اخلي که څوک یې له ورکړي انکار کوي په دیرې بیرحمۍ وهل کیږي.
د هلمند ولایت امنیه قوماندان وایي چې خپلو پولیسو ته یې لارښونه کړي چې عام خلک ونه ځوروي خو د خانشین او ګرمسیر ولسوالیو اوسیدونکي وایي چې د لویې لارې پر سر له خپلو پوستو سره نږدې ملي پولیس ولاړ وي د خلکو جیبونه پلټي، پیسې او نور قیمتي شیان ترینه اخلي.
د ګرمسیر یو تن اوسیدونکی حاجي عبدالله خان وایي: د لویې لارې ساتونکي پولیس دومره بیرحمه او ظالمان دي چې ښځې هم تلاشي کوي که یې طلایي ګڼې ورسره ولیدې نو سمدستي یې ترینه اخلي.
د خانشین ولسوالۍ اوسیدونکی سر فرازخان وایي چې د لویې لارې پر سرمیشت پولیس د دې پرځای چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي پخپله عام خلک لوټي او ځوروي یې. نوموړی وایي چې هیڅوک یې غږ نه اوري که د حکومت لوړ پوړي چارواکي په اړه جدي اقدام ونکړي دوی به مجبور شي چې د غلو پولیسو پرخلاف غوڅ اقدام وکړي.
بل خوا د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د جمعیت او جنبش ګوندونو د پلویانو ترمنځ درنه جګړه شوي چې یوتن پکې وژل شوی او اووه تنه نور ټپیان دي. جګړه پرون سهار هغه وخت پیل شوه چې د جمعیت ګوند اړوند عین الدین رستاقي پلویانو په لاریون لاس پورې کړ او له دولتي چارواکو یې غوښتنه کوله چې د عین الدین رستاقي قاتلان ونیسي او محکمه یې کړي.
د تخار ولایتي شوری پخوانی وکیل او د جمعیت ګوند غړی عین الدین رستاقي په نږدې وروستیو کې د جنبش ګوند پلوي قوماندان پیرم قل پلویانو لخوا په یوه مخاخ نښته کې ووژل شو.
خبر زیاتوي چې د جنبش ګوند قوماندان پیرم قل پلویانو پر لاریون پنځلس راکټونه وروتوغول او بیا د دواړو لوریو ترمنځ جګړه پیل شوه. د سیمي نه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي چې د رستاق ولسوالۍ له ودانۍ پرته نورې ټولې سیمې د پیرم قل پلویانو د جمعیت ګوند له کسانو نیولي او حالات په بې سارې ډول ترینګلي او د یوې بلې درنې جګړې احتمال شته دي.
د ملي وحدت حکومت سره که څه هم د ناټو او امریکا بشپړ پوځي سیاسي او اقتصادي ملاتړ شته دی خو بیا هم له درنو ستونزو سره لاس او ګریوان دی او نشي کولی له دغو ستونزو څخه په بریالیتوب سره ووځي. شننونکي وایي چې افغانستان د دوه نویمو کلونو په څیر یوې بلې کورنۍ جګړې ته ننوتونکی دی. ځکه چې د جمهوري ریاست لومړۍ مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د بلخ سرپرست والي دواړه د ملیشو په جوړولو بوخت او خپلو پلویانو ته وسلې تقسیموي او عملا یو تر بله په جګړو کې ښکیل دي.

















