زما او د يوې بې حجابه خور مکالمه

مسلماني_خور_ته:

محمدعلي غزنوي .

بې  پردې خور:

زه له الله سره محبت لرم او دا کافي دی ماته !

ځواب  :

الله تعالی فرمايي :

قل إن كنتم تحبون الله فاتبعوني يحببكم الله .

بې  پردې خور :

په دين کي يسر او اسانتيا ده سختي نه ده پکار !

ځواب :

هو رشتيا هم لکه چي فرمايي :

يريد الله بكم اليسر

خو الله تعالی د تيسيير او سهولت پر بنياد په حجاب امر کړی دی !

بې پردې خور:

بې حجابي دومره ممنوع کار نه دی لکه ته چي څومره تشدد کوې !

ځواب  :

الله تعالی فرمايلي :

و  تحسبونه هيناً وهو عند الله عظيم.

بې حجابه خور:

تر اوسه لا د کم عمر يم چي لويه سم بيا به حجاب کوم !

ځواب:

مرګ کوچنۍ او لويه نه پېژني  !

بې حجابه خور :

له واده وروسته به ضرور حجاب کوم!

 

ځواب  :

بنده د ګناه په وجه له رزقه محروم ګرځي , ښايي الله دي په دې کار له واده بې برخي کړي .

بې حجابه خور :

خاوند مي حجاب او پرده نه خوښوي .

ځواب :

لا طاعة لمخلوق فى معصية الخالق.

بې حجابه خور :

حجاب کوم , خو لګ صبر چي خوښ مي شي, او ځان پرې قانع کړم !

ځواب:

الله تعالی فرمايي :

ما  كان لمؤمن و لا مؤمنة إذا قضى الله و رسوله أمراً أن يكون لهم الخيرة من أمرهم  .

بې حجابه خور :

حجاب ما ته په تعليم او زده کړه کي خنډ جوړوي !

ځواب  :

د الله تعالی رضا او جنت تر هر څه قيمتي دی  .

بې حجابه  خور :

د خلګو له استهزاء او پسخنده وېرېږم

جواب :

تاته په دې کار فخر پکار دی , ستا لپاره اجر اوثواب سته

خلګو په نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) هم پسخند وهلی,  همدا د انبياوو او صالحانو لار  ده   !

بې حجابه خور :

په دوبي (اوړي) او ګرمي کي د حجاب طاقت  نلرم !

جواب :

قل نار جهنم أشد حراً (القران)

ورته ووايه د جهنم اور تر ټولو سخت دی په حيث د ګرمي  .

 

بې حجابه خور:

معاشره او زموږ ټولنه ګرده همداسي ده !

جواب :

توبه  !!! دا خو د جهنميانو تر ټولو بد ترينه وينا ده :

إن وجدنا اباءنا على أمة وإنا على أثارهم مقتدون .

الله تعالی فرمايي :

و  إن تطع أكثر من فى الأرض يضلوك عن سبيل الله .

بې حجابه خور  …

چي زړه پاک وي حجاب ته اړتيا نسته

ځواب :

که زړه صفا وای اندامونه به هم پر مستقيمه لار برابر وای , مبارک صلى الله عليه وسلم فرمايلي :

( إن فى الجسد مضغة إذا صلحت صلح الجسد كله، وإذا فسدت فسد الجسد كله،  ألا و هى القلب ).

بېشکه په بدن کي يوه ټوټه غوښه ده , د هغې په اصلاح ټول بدن اصلاح کيږي او د هغې په فساد ټول بدن فاسد ګرځي , خبردار هغه زړه دی  .

په اخير کي درته وايم

د خپل ځان په حق کي …

تر  سپين سرتوب مخکي په ځواني کي

د مسلمان ځوانانو په حق کي …

له الله څخه ووېرېږه !

اې د عمر بن خطاب لمسۍ !  اې د خديجې او عايشې لمسۍ ! له الله څخه ووېرېږه !

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button