داعش څو میاشتې وروسته د خپل مهم مشر د وژنې پخلی وکړ

کابل ټکی کام ۲۴چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
داعش ډلې څو میاشتې وروسته، د رسنیو له لارې ومنله چې یو مهم مشر عمر الشیشاني وژل شوی دی، دا په داسې حال کې چې څو میاشتې وړاندې امریکایي چارواکو د ده د وژنې خبر ورکړی وو.
پنټاګون په تېره مارچ میاشت کې خبر ورکړی وو، چې د داعش ډلې مهم مشر الشیشاني د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکا په یوه هوايي برید کې په نښه شوی دی.
دا مهال د داعش ډلې په اعماق خبري اژانس کې د عمر الشیشاني د وژنې پخلی شوی دی، او ویلي یې دي، چې نوموړی د عراق د موصل په سوېل کې د شرقاط ښار په جګړه له منځه تللی دی.
د وژل شوي داعشي مشر اصلي نوم (تار خان باتیرا شویلي) و، چې په «عمر چیچني» سره یې شهرت موندلی وو.
الشیشاني ته وړاندې د سوریې په شمال کې د دغې ډلې پوځي مسئولیت ور په غاړه وو.
دغه اژانس د الشیشاني د وژل کېدو نېټه نه ده په ګوته کړې، خو جزیات یې د پنټاګون د مارچ میاشتې له بیانیې سره ډاګیز ټکر لري.
دغه سور ږیری داعشي مشر د دغې له بنسټګر البغدادي ته له نږدې کسانو څخه وو.

سور ږیری داعشي مشر.
سور ږیری داعشي مشر.

اعماق خبري اژانس دغه خبر په داسې حال کې خپروي، چې په مارچ میاشت کې یې د پنټاګون همدغه ادعا رد کړې وه.
د یادولو ده، الشیشاني د داعش ډلې د شورا مهم غړی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button