کابل ټکی کام ۲۴ چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د سوریې د ملکي وګړو دفاع ادارې نن د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دی، چې د دغه هېواد په حمص او ادلب ښار کې د اسد هوايي ځواکونو له خوا په بمباریو کې، ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي دي، او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
اناتولي نومي خبري اژانس د ملکي وګړو د دفاع ادارې له خولې لیکلي دي، چې د سوریې د ادلب ولایت جنوب لور ته په اریحا ښار کې (چې د دولت د مخالفو ډلو په ولکه کې دی) د اسد هوایي ځواکونو د یوې هوايي حملې په ترڅ کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي، او ۲۲ نور ټپیان دي.
د دغه خبر له مخې، چې ټپيان سیمه ییزو روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د ملکي وګړو دفاع ادارې همدا راز ویلي دي، چې د حمص ولایت په رستن ښار کې هم، د اسد هوايي ځواکونو له خوا د یوې هوایي حملې په ترڅ کې، د دغه ښار ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي دي، او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
دغه اداره وايي:
«ټولې کوڅې د جسدونو څخه ډکې شوي دي، او اسد رژیم په ادلب کې پر عام وژنه لاس پورې کړی دی، مګر نړیوال یوازې د دغې فاجعې دیدار کوي.»