زابل: داردو په هاوان د یوې کورنۍ اوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل ټکی کام ۱۳۹۵چنګاښ ۲۴ بصیراحمدپاڅون

نن سهار د قلات اړوند سپینې غبرګې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو او د ملي اردو عسکرو تر منځ نښته رامنځته شوه د نښتې په اوږدو کې د اردو عسکرو بیدریغه د هاوان ګولۍ فائر کولې چې یوه یې په یو کور راپریوته دوه تنه ماشومان یې شهیدان او دښځو او ماشومانو په ګډون یې پنځه تنه ټپیان کړل.

د زابل ملکي روغتون ډاکترانو هم ویلي چې روغتون ته پنځه تنه ټپیان د درملنې لپاره راوړل شوي دي چې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.

د سیمې یو تن سپین ږیري اشرف خان وایي چې ډیر ځله چې د اردو عسکرو ته تلفات ورسیږي د امریکایانو په څیر د بې ګناه په کورونو ړندې ډزې کوي او له عامو خلکونه غچ اخلي خبر زیاتوي چې د سپینې غبرګې اوسیدونکې په پیښه سخت خفه او غصه دي او وایي چې دا نه اولینۍ او نه وروستنۍ پیښه ده یوتن د نوم نه نشرولو په شرط وویل چې د حکومت وسلوال ځواکونه قصدا مونږ مجبوروي چې پرخلاف یې وسلې ته لاس کړو او د وسلوالو تر څنګ ودریږو.

د تیر کوچني اختر په لومړۍ ورځ هم د اردو عسکرو د خوست ځینې خیل سیمه کې  په یو موټر ډزې وکړې یوه ښځه چې ډاکتر ته یې لیږدوله شهیده کړه او زلمی زوی یې ټپي کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button