کابل ټکی کام ۱۱میزان/۱۳۹۴
انصار
طالبانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پروان ولایت د سالنګ خواو شاه کې یې پر دولتي پوستو بریدونه پیل کړي دي چې د یو شمېر پوستو په نیولو سره یې د سالنګ څه برخه نیولې ده.
د پروان ولایت امنیه قمندان محمد زمان موزي پر دولتي پوستو د طالبانو د بریدونو په تأیید کې ویلي دي چې تېره ورځ یې د شینوارو ولسوالۍ اشتر، صوفي خېلو او سالنګ د لوی لاري شیخ علي په پوستو بریدونه کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سالنګ د لویې لاري په اړه رسنیو ته ویلي دي چې د سالنګ ولسوالۍ د قبر کلینر څخه تر اولنګ پورې یې پر دولتي پوستو بریدونه کړي دي چې په یادو سیمو او په پوستو کې یې دولتي پوځونو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې د سالنګ لویه لار دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې ده















