د فرانسې د لارۍ پېښه په نړیواله کچه وغندل شوه

کابل ټکی کام ۲۵چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د فرانسې په انیس ښار کې، د خلکو پر ګڼې ګوڼې یوه لارۍ بېول شوې ده، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي، او لسګونه نور ټپيان دي.
په دغه ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه، د ملي ورځې د لمانځنې لپاره جوړه شوې وه.
خبرونه وایي، لارۍ په ډېر تېز سرعت سره پر خلکو هغه مهال ورغله، چې د اور لوبې نندارې ته راغونډ شوي وو.

د انیس ښار دولتي چارواکو دغه برید یو لوی خونړۍ برید بللی دی، او د دغه ښار له مېشتو خلکو څخه یې غوښتنه کړې ده، تر څو له خپلو کورونو څخه را ونه وځي.
چارواکي وايي، لارۍ تر دوو کیلو مترو پورې پر خلکو بېول شوې ده.
دوی وایي، پولیسو لارۍ چلوونکی په ډزو سره وژلی دی.
چارواکي زیاتوي، چې پولیسو دا ډول پاڼې موهم ندلي دي، چې لارۍ چلوونکی تونسي الاصله فرانسوۍ ثابتوي.
د عیني شاهدانو له قوله چې د لارۍ دننه وسلې او لاسي بمونه هم موندل شوي دي، او دا مهال په واټونو کې وېره خپره ده.
د فرانسې چارواکو دغه برید بشپړ قصدي بللی، او ویلي یې دي، پولیسو لارۍ چلوونکی هغه مهال وواژه، چې پر خلکو یې ډزې کولې.
امریکايي ولسمشر بارک اوباما دا «یوه وحشتناکه او ترهګریزه» پېښه بللې ده.
همدا راز افغان ولسمشر اشرف غني هم د دغه برید په اړه یوه غندنپاڼه خپره کړې ده، او دا یې یو «وحشیانه جنایت» بللی دی.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم د دغه برید په اړه توند غبرګون ښودلی دی، او دا یې یو «ترهګریز» برید بللی دی.
اولاند په هېواد کې بېړنی حالت د درو میاشتو لپاره نور هم غځولی دی.
اولاند وايي، په دغه برید کې ۷ ماشومان هم وژل شوي دي.



