هلمند مارجه کې درنده جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۲۴چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ څخه د درندې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي، ویل کیږي، چې په جګړه کې له سپکو او درندو وسلو څخه کار اخیستل کیږي.
د هلمند ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ اړوند د ډرآب چار راهي او کیمپ تر منځ لښګرګا ته پر غزېدلي سړک د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنده جګړه روانه ده.
خبرونه وایي، جګړه چې نن سهار پیل شوې ده، لا هم په شدت سره دوام لري.
د ترلاسه شویو خبرونو له مخې، جګړه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې کومندويي عسکر، پولیس او اربکیان د ټانګونو او رېنجرو سره سیمې ته د عملیاتو په موخه ورغلي وو.
طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه پخلی کړی دی، او ویلي یې دی، چې د مقابل لوري ۵ ټانګونه یې د راکټ او هشتادو په مټ ویشتلي دي، چې په کې سپرو ۱۶ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبان وایي، وېجاړ شوي ټانګونه اوس هم د جګړې په ډګر پاتې دي، او د راغلې قوې پر مخ لاره بنده ده.

خبرپاڼه کې د یوه امریکايي ټوپک او امریکایي ثقیل د نیولو ادعا هم شوې ده.
طالبان ادعا کوي، چې دوی ته تراوسه پورې کوم زیان نه دی اوښتی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button