ترجمه ( روحانی دکابل ټکی کام همکار )
د اوباما میاشتنی معاش ۳۲ زرده ډالره دی.
په ځینو هیوادونو کې د مشرانو معاشات ملیونونو ډالرو ته رسیږي.
په داسې حال کې چې د چین اقتصاد د ټولې نړۍ سره د مقابلې او رقابت په حال کې دی ولسمشر یې د ټولې نړۍ له ولسمشرانو څخه تر ټولو کم معاش اخلي چی عبارت له ۱۷۲۲ امریکایی ډالرو څخه دی، بل خوا د اوکراین د ولسمشر معاش د نړۍ د ولسمشرانو د تر ټولو لوړو معاشاتو څخه دی چی پوره نیم ملیون امریکایی ډالرو ته رسیږي.
Paywizard ویبپاڼه چې د نړۍ د هیوادونو د مشرانو د معاشاتو د موضوع په باره کې تخصص لري تاسې د مختلفو هیوادونو د ولسمشرانو د معاشاتو له مقایسې نه په تفصیلې توګه خبروي، دغه تفصیلات یې د هر دولت د حکومتی سرچینو څخه لاسته راوړي دی، د دې لپاره چې مونږ د نړۍ د مشهورو مشرانو د معاشاتو په اړه له فرق نه خبر شو نو په لاندې ډول یې ستاسې مخې ته ږدو:
د آلمان د مشاورې انجیلا میرکیل میاشتنی معاش ۲۶۱۰۰ امریکایی ډالر دی.
د مکسیکو د ولسمشر انریکی بینیا نییتو میاشتینی معاش ۱۰۶۰۲ امریکایی ډالر دی.
د چین د ولسمشر شي جین بینګ میاشتینی معاش ( چې په نړیواله توګه تر تولو کم معاش دی) ۱۷۲۲ امریکایی ډالر دی.
د فرانسی د ولسمشر فرانسواهولاند میاشتینی معاش ۱۶۱۰۳ امریکایی ډالر دی.
د بریطانیا صدراعظم دیفید کامیرون میاشتینی معاش ۱۶۸۷۵ امریکایی ډالره دی.
د اوکراین د ولسمشر بتروبوروشنکو میاشتینی معاش ( چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوړ معاش دی ) ۵۴۰۶۵۱ امریکایی ډالر دی.
د کاناډا د صدراعظم جاستین ترودو میاشتینی معاش ۱۹۸۲۴ امریکایی ډالر دی.
د ترکیی د ولسمشر رجب طیب اردګان میاشتینی معاش ۱۲۹۸۲ امریکایی ډالر دی.
د الجزائر د ولسمشر بوتفلیقة میاشتینی معاش ۱۴۰۰۰ امریکایی ډالر دی.
د امریکا د ولسمشر بارک اوباما میاشتینی معاش ۳۲۹۱۶ امریکایی ډالر دی.
د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسی میاشتینی معاش ۶زره ډالر دی.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین میاشتینی معاش ۱۰۶۷۶ امریکایی ډالر دی.
زمونږ هیواد چې ترټولو هیوادو غریب دی؛ زمونږ د جمهور رئیس معاش به څومره وي؟ مونږ سره شریک کړئ.


















