قاري خالد
امریکایي څېړونکی او لیکوال ‘ویلیم بیلم’ وایي:
که زه د امریکا ولسمشر وای؛ یواځې په څو ورځو کې مې ترهګري له منځه وړله.
دترهګرۍ له منځه وړلو لپاره مې دا یو څو کارونه کول
تر هر څه دمخه مې له امریکایي زبېښاک سوو کونډو ـ رنډو، یتیمانو، اسیرانو او په لکونو متضرره سوو وګړو څخه دزړه له کومې بښنه غوښته او بیا مې په اخلاص سره دا اعلان کاوه چې؛ سر له ننه په ټوله نړۍ کې د امریکا دلاس وهنې کیسه تمامه ده او نور به امریکا دهیڅ کوم هیواد په چارو کې مداخلت نکوي
بیا مې اسرائیلو ته خبرداری ورکاوه چې تاسې نور دمتحده ایالاتو (۵۱) ایالت نه یاست بلکې دنړۍ دنورو هیوادونو په څېر یو بېل هیواد یاست
بیا مې په پوځي بودیجه کې ۹۰ سلنه کمی راووست او دا ټوله ګټه مې د اغېزمنو کسانو دبیا رغونې پر لارو چارو لګولې.
دفرانسې جمهوریت د لویدیځې اروپا ترټولو لوی هېواد دی.فرانسه په جنوب لویدیځ کې د اسپانیا سره، په ختیځ کې د ایټالیا، سویس، آلمان او لوکسینبورګ سره او په شمال ختیځ کې د بلجیم سره ګډې پولې لري
مساحت یې ۵۴۳۹۶۵ کلومتره مربع دی او ۵۸۰۲۰۰۰۰ وګړي لری او پایتخت یې پاريس دی. د فرانسې جمهوریت د اروپا دمشترکو هېوادونو مهم غړی او یو استعماري ابر قدرت دی او هڅه کوي چې خپل فرهنګ نړۍ ته وغځوي
دا څووم وار دی چې فرانسه دخونړیو بریدونو شاهده ده او لسګونه فرانسویان پکې وژل کېږي.
فرانسویان دخپل قیادت دغلطې رهبرۍ سزا ګالي او پخپل لاس بل کړی سوي اور کې سوځیږي.
فرانسوي ولس دکلیسا د افراطیت څخه دسرتاسري پاڅون له برکته نجات وموند، مګر دسیاسیونو غلطې رهبري، فرانسویان بیا له ژونده ماړه کړي او نسبت نورو اروپایي دولتونو ته، دمګړۍ فرانسه د اروپا ناامنه دولت دی.
فرانسه دنړۍ په ډېری اسلامي دولتونو کې پوځي حضور لري او په شام، عراق، لیبیا او افغانستان کې نېغ په نېغه دمسلمانانو پر خلاف په عسکري جګړه بوخت دي، د امریکایانو په امر مسلمان اتباع بمباردوي او دډیموکراسۍ دتنفیذ لپاره دوینو لښتي بهوي
اوسمهال چې دپاریس له خوشبویه واټونو دباروتو بویونه پورته کیږي، دا نو فرانسویان خپل کرلي ریبي او دخپل ناوړه او منافقانه سیاست سزا ګالي.
په مسلمانو دولتونو کې دبل کړی سوي اور تودوخه به طبعاً اروپایي دولتونو ته سرایت کوي او دباروتو لمبې به یې له رنګینو ښارونو پورته کوي.
که چېرې پاریس پخپل سیاسي دریځ کې بدلون رانه ولي، دمسلمانانو له ربړولو او بمباردولو لاس پر سر نسي او په اسلامي ممالکو کې خپل پوځي حضور ته دپای ټکی کېنږدي، فرانسویان به هم د ارام ساه وانخلي او امنیت به یې تل له ګواښ سره مخ وي
فرانسوي ولس به د امریکایانو په څېر په نړۍ کې منفور ولس وي، نور اروپایي دولتونه به دترقۍ پړاوونه وهي او فرانسویان به دخپل عمل سزا ګالي او دښارونو له واټونو به یې دباروتو دودونه پورته کېږي.


















