کابل ټکی کام ۲۷چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو مشر وايي، چې راتلونکو میاشتو کې به پر طالبانو هوايي بریدونه ډېر کړي، تر څو سوله وکړي.
نیکولسن وايي:
«مونږ به طالبان د ملي یووالي حکومت سره خبرو ته د جګړې له لارې مجبور کړو، هر کله مو چې بریدونو ته زور ورکړو، نو دوی مجبور دي، چې سوله وکړي.»
تېره ورځ د ارګ له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې له طالبانو سره د بیا سولې خبرې کولو لپاره هېڅ تابیا نه لري.
نوموړی خبر ورکړ، چې افغان ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې د هېواد ختیځ کې عملیات پيل کړي، چې د دوی له پراخو هوايي عملیاتو څخه به برخمن وي.
نیکولسن دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې څه موده وړاندې امریکایي ولسمشر اوباما په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته امر وکړ، تر څو د طالبانو پر خلاف د افغان ځواکونو تر څنګ هوايي او ځمکني عملیات پراخ کړي.
له بلې خوا څخه د سیاسي چارو شنونکي وایي، چې جګړه سولې ته د رسېدو لاره نه ده، بلکې په جګړې سره د سولې لږه تمه هم له منځه ځي.
د یادولو ده، طالبانو څو ځله په اعلامیه کې د امریکایي چارواکو څرګندونې تکراري او بې ګټې بللي دي، او خبر یې ورکړی دی، تر څو چې په هېواد کې یو بهرنی پوځي سرتېری هم وي، خپله مبارزه به جاري ساتي.
















