استرالیا: د پولیسو په یوه مرکز خونړی بريد شوي چې مرګ او ژوبله يي اړولې

کابل ټکی کام تلې۱۲مه/۱۳۹۴ل

استرالیا سندڼي ښار لوېديځ کې پولیسو د روزنې یوه مرکز مخې ته یوه وسله وال ځوان ډزې وکړې، چې نتیجه کې يي یو پولیس ځای پرځای قتل شو .

د استراليا د پولیسو په وینا، دا یو ترهګریز برید وه چې د یوه عراقي کورد له لور رامنځ ته شو.

دغه «کوردستانی» چې ایران کې زیږېدلی وه تورې جامي يي په تن وې چې پولیسو د روزنې مرکز مخې سره يي پر پولیسو د ټوپک شپیلۍ ور واړوله چې، یو پلیس قتل دوه نور يي ټپیان کړل .

د سنډني چارواکي ويلي دي، چې دغه ایراني الاصله عراقي د استرالیا کومه سابقه له ځانه سره نه لرله او په دې هم نه دي پوهېدلي چې نوموړي به ولي دا اقدام کړي وي .

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ماذیګرمهال نوموړي بریدګر هم د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شو .

دغه راز عیني شاهدانو سمیزو رسنیو ته ويلي چې دوه تنه نور پولیس يي لیدلي چي په وینو کې لت پت د سرک په غاړه پراته وه .

د یادونې وړه په تېر ۲۰۱۴ ميلادي کال کې یوه ایراني طبعه «کوفي » خونه کې یو شمېر استرالیايي وګړي برمته کړي وه، چې د پولیسو له لوري یرغمل کونکي په ګډون ۳ تنه وژل شوي وه .

حماس افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button