سوریې کې روسيې دCIA مربوط یو پټ مرکز په نښه کړی

روسیې هوايي ځواکونو چې دا څو ورځې د سوريې رژیم بشارالاسد په مخالفو واسله والو هوايي بریدونه پیل کړي ، په دې لړ کې دامریکا  استخباراتو «سي ای اې » یو مخفي مرکز يي هم په نښه کړی دی  .

تردې دمه د روسې په روانو هوايي بریدونو اګرکه نړۍ پټه خوله ده خو دوي خپل عملیات جاري ساتلي دي  .

ویل کيږي چې روسیه دا رنګې هوډ لري چې په پلو عملیاتو کې به د ایراني پوځ څخه ګټه واخلي .

روسیې پوځونو د سوريې په ځينو برخو کې پلي عملیات هم ترسره کړي دي .

روسیه وايي چې ددوی دغو هوايي او ځمکني عملیاتو نه يي اصلي هدف سیمه کې د داعش او نورو اسلامي جهادي ډلو ځپل دي .

د یادونې وړه ده چې روسیې هوايي ځواکونو د تېرې ورځې د عملیاتو په لړ کې د اسد د رژیم په هغه مخالفو ډلو چې د امریکا لخوا روزل کیږي هم بریدونه کړي دي خو تردې دمه د یاد مرکز د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي او نه امریکې ددې پېښې سپیناوی کړی .

حماس افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button