کابل ټکی کام ۳۰چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت امنیتي مسئولین وایي، چې په دغه ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې برید پنځه داعشیان وژلي دي.
د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ د اچین ولسوالۍ په سنزلی بازار کې د امریکایي بې پيلوټه الوتکې د حملې پر مهال رامنځته شوه.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، چې په دغه پېښه کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني ژمنه وکړه، چې په ننګرهار ولایت کې به د داعش ډلې جرړه وباسي.
د یادولو ده، د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۷مه نېټه هم د دغه ولایت په کوټ او نازیانو ولسوالیو کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې ۲۳ داعشیان وژل شوي وو.


















