د امریکاپه مشرۍ داعش ضد ائتلاف په سوریه کې ۱۲۰ ملکي وګړوته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۳۰ عبدالهادي همت

د امریکا تر مشرۍ لاندې د داعش پر وړاندې ائتلافي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۱۲۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د بشري حقونو څارونکې ډلې وايي چې یاد برید حلب ته نږدې د منبیج ښار په دوو شمالي کلیو شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت په ورته وخت کې ویلي چې په دې اړه یې راپور تر لاسه کړی دی او ډير ژر به د برید په اړه پلټنې پیل کړي.

راپورونه وايي چې مړي دمره زیات دي چې دهریو خښېده له امکان نه وتلې ده په اجتماعي ډول خاوروته سپارل کیږي

د بښنې نړیوال سازمان امنسټي انټر نشنل ویلي چې د داعش پر وړاندې د جګړې له پیل تر دې دمه دا په سوریه کې د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

امریکا ویلي چې په یاده سیمه کې د داعش یو مرکز و او دوی غوښتل یاد مرکز په نښه کړي.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف له ۲۰۱۴ کال راهیسې د داعش پر وړاندې بمبارکوي چې قرباني يې اکثره وخت ملکي بې دفاع وګړي وي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button