
په پاکستان کښی افغان مهاجرین د اسلامی امارت نه د کومک او مرستي غوښتنه کوي
لیكوال:محمدمستشهدمامندی.
دډیری ګرمی دوجهي يي خپل واسکټ ایستلی و اوپه تندی يې راغلی خولی هم په لاس پاکي کړې اسمان ته يې وکتل او داسی غږ یی له خولی ووتل .
های وطنه!
زه ورنیژدې شوم او په غوږ کښې می ورته وویل : کاکا ولی داسی پریشانه ښکاری؟
کاکا د ځواب په ځای ځیرځیر راته وکتل او دڅو شیبې خاموشی نه بعد یې وویل : بچیه ظالمان دخدای تباه کړی تیره ورځ پولیس راغله ماته وایی بابا کارډ اوښایا .
ما ورته افغان مهاجر کارډ اوښودل.
کارډ یی زما د لاس نه واخیست او وویش کول.
زما د سبزی ریړه یی چپه کړه او په خپل قمیص یی راته سترګی وتړلی.
او جیل ته یی بوتلم او یو ګرمې او بدبودارې کوټې ته یی داخل کړم.
کاکا اوس یی څنګه راخوشی کړی؟
کاکا سر وخوزول او هسویلی د خولی اویستل.
وایی بچیه د اختر نه بعد چه می څه ګټلی وو …. ټول یی رانه واخیستل، خدای خبر دا دری ورځی به می اولاد څه خوړلی وی؟
د اولاد نان نفقه خو پریده چه دکرایه روپی هم نلرم.
رب د ظالمان تباه کړی او افغان مهاجرین د په امن سره خپل وطن ته را واپس کړی.
ما بیا پوښتنه وکړه.
کاکا اوس تاسو څه کول غواړئ او چا ته خپل پیغام پریخودل غواړئ؟
کاکا په ځواب کښی وویل چه بس یو امارت دی چه زمونږ د مظلومانو غږ به واوري او بس!!!!!
نو له اسلامی امارت نه غواړو چه څه طریقه راته برابره کړی
ځویه دلارې کرایه هم نه لرم.
په کابل ټکی کام کې له نشر شو لیکنو اومطالبوسره دکابل ټکی کام دنظر یو والی شرط نه دی تاسوهم خپلي لیکني او شعرونه موږ ته په دې ادرس راولیږئ kabullnews@gmail.com



