هغه ولسمشر چې دحج دفریضی اداکولو په ګناه اعدام کړای شو

ترجمه : روحانی (دکابل ټکی کام همکار)

آیا تا تر اوسه مو اوریدلي چې یو ولسمشر د حج فریضې ادا کولو په ګناه اعدام کړای شوی دی؟
دا یوه رښتونې پیښه ده چې د یوه سیکولرست رژیم پلوي فوځ لخوا تر سره شوې ده، دوی هغه منتخب ولسمشر اعدام کړ چې د دیموکراسۍ له لارې په قاطع اکثریت سره انتخابات ګټلي وو:
دا ولسمشر ((عدنان مندریس)) نومیده دا هغه ولسمشر دی چې د حکومتي واګي له ترلاسه کولو وروسته یې اذان کول بیرته له ترکي ژبې نه عربې ژبې ته وګرځولو.
نوموړی ولسمشر د ترکیې د وحشي صفته پوځیانو په لاس وروسته له هغې اعدام شوچې هغه د خلیج نه د لیدنې لپاره یو سفر درلود خو ضمنا یې په پټه ورسره د حج فریضه هم ادا کړې وه، نو د ترکیې پوځي محکې ورباندې په ۱۹۶۰م کال کې په دې تور چې نوموړی د یوه دیني حکومت لپاره هڅه کوي محاکمه کړ او د اعدام فیصله یې ورباندې وکړه او په ډېر مظلومانه توګه په شهادت ورسول شو.
انا لله و انا الیه راجعون .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button