
هیلې مې د ژوند واړه طوفان غیگه کې ولویدې
شاعر ذکریا حقاني
ماتې شوې غوټۍ لکه خزان غیگه کې ولویدې
هیلې مې د ژوند واړه طوفان غیگه کې ولویدې
ستړی انقلاب راته لاسونو کې اغزي راوړي
څه ځوانې هستۍ مو د ارمان غیگه کې ولویدې
ستا د فراق درد هغې سحنې ته رسیـدی نشي
څومره خاطرې چې د زمان غیگه کې ولـــویدې
نن یې د یادونو د وصال په سوچ لاهو کـــړمه
اوښکې ژړیدلې می ګریوان غیگه کې ولویدې
هغه د راقیب په شومو ستونزو نظر نـــه لري
واړه اندیښنې مې د جانان غیگه کې ولــویدې
خیر که نن هر څومـره انقلاب سختـو وهلي یو
سترې قربانۍ مو د ایـمان غیگه کې ولویــدې
نه به یې پوره شي ارمانونه به یی خاورې شي
ڈیرې ککــــرۍ دلته افغان غیــگه کې ولویدې
وایــم ذکـــــریا ستا د زوال ورځې راغلي دي
ګورې به یوه ورځ چې د جهان غیگه کې ولویدې



