په امنیتي ځواکونو کې د فساد اوج پوځي مهمات په کباړ کې خرڅوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۳۱ بصیراحمد پاڅون

درویټرخبري اژانس د خبر له مخې  دهلمند په ډیرو سیمو کې امنیتي ځواکونه له پنځو تر لسو دقیقو بې هدفه هوایي ډزې کوي تر څو وښئي چې له طالبانو سره په جګړه کې ښکیل دي.

له هغه وروسته بیا د مرمیو ډک شریدونه په کباړ کې یو کیلو په یوسل پنځه اویا افغانۍ خرڅوي.

یو کباړ اخیستونکي دوکاندار روئټر خبري آژانس ته ویلي چې په ډیرو سیمو کې امنیتي ځواکونه د داسې مالونو اخیستو غوښتنه ترینه کوي او کار یې ښه پرمخ روان دی.

یوه جګپوړي افغان چارواکي دغه آژانس ته ویلي چې په تیرو اوو میاشتو کې په هلمند او کندز کې د توپونو اووه زره ګولۍ بې هدفه فائر شوي دي.

د هلمند چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي

دا په امنیتي ځواکونو کې د فساد هغه اوج دی چې تر دې وخته دولتي چارواکو په دې اړه هیڅ نه دي ویلي.

په اړونده سیمو کې عام خلک وایي چې د تیرو کالونو په پرتله اوس د کلاشینکوف، پیکا او راکټ مرمۍ په لیږ قیمت پریمانه پیدا کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button