ترجمه : روحاني
هارون رشید د مرګ پر بستر پروت و، خپلو وروڼو او ورسره ناستو کسانو ته یې وویل:
زه غواړم هغه قبر وګورم چې زه پکې خښول کیږم.
هغوی هارون الرشید د هغه قبر ته ولیږدوو، هارون خپل قبر ته وکتل او ویې ژړل بیا یې خپل ګردچاپیره ولاړو خلکو ته وکتل او ویی ویل:
زما مال له ما هیڅ هم دفع نکړای شول زما قدرت او پادشاهي ختمه شوه.
بیا یې آسمان ته سر پورته کړ اوپه ژړا یې وویل:
ای هغه خدایه! چې پادشاهي دې نه ختمیدونکې ده پر هر هغه چا رحم وکړه چې پادشاهی یې ختمه شوه.
نو ای مسلمانانو!
په دی پوه شئ چې که شپه هر څومره اوږده شي نو سهار حتما راختونکی دی.
او که عمر هر څومره اوږد شي نو قبر ته ننوتل حتما شته.
ای خدایه!
پر مونږ باندی په دنیا او آخرت کې رحم وکړه.
آمین.

















