کابل ټکی کام ۱۳۹۵چنګاښ ۳۱ بصیراحمد پاڅون
تیره شپه په دووبجو طالبانو د عمري عملیاتو په لړ کې د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ دقرلق اوپل مومن اړوند سیمو کې له پولیسو او اربکیانو سره درنې نښتې کړي او د قرلق په سیمه کې چې د پنځو زرو شاو خواکې کورنۍ پکې اوسیږي ګڼ شمیر وړې او لویې پوستې نیولي دي.
طالبانو په یو خپره کړي خبرپاڼه کې ویلي دي چې پدې جګړه کې یې دولس تنه پولیس او اربکیان وژلي چې د ډیرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې او ژوندي پاتې شوي اربکیان د تخار په لور تښتیدلي دي. طالبان زیاتوي چې په دې جګړه کې یې ۱ ټانگ 2 میله پیکا 1 راکیت لانچر۴میله کلاشینکوف اوگن شمیرمهمات هم ولجه کړي.
د کندز ولایت چارواکي هم په اړوندو سیمو کې د سختو جګړو راپور ورکوي او ادعا کوي چې زیات شمیر طالبان یې وژلي خو طالبان د دوی ادعا رد کوي او د خپلو کسانو مرګ ژوبله نه مني.
طالبان داسې مهال په دشت ارچي ولسوالۍ کې پرمختګ کوي چې پرون ماښام یې له درې ورځینۍ جګړې وروسته د قلعه زال ولسوالي په بشپړه توګه ونیوه.















