کابل ټکی کام ۱۳۹۵چنګاښ ۳۱ عبدالهادي همت
نړيوالو رسنيو د هند دبهرنيوچارو د وزيرې سوشماسوراج د ورستيوڅرګندولوپه اړ ليکلي چې په راتلونکي کې امکان لري دامريکا او هند ترمنځ هم اړيکې خرابې شي.
دهند د بهرنيوچارو وزيرې سوشماسوراج په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې په اتومي تامينوونکي ډله کې دغړيتوب لپاره داتومي وسلو دتوليد او دپراختيا دبنديز د تړون اين ،بي،ټي دلاسليک کولو ضرورت ناعادلانه وباله .
ارناخبري اژانس دسوراج په مطبوعاتي کنفرانس کې هغه وينا راخستي چې وايي هندوستان هیڅ کله داین پی ټی تړون لاسلیک کولو ته تیار نه دی خو امريکا غواړي دهند او چين به شمول ديوشمير نورو هېوادونو اتومي پرګرام د اين.پي،ټي په تړون اولاس ليک کنترول کړي
اتومي تامينوونکې ډله داتومي موادو دکنترول اوداتومي وسلو دتوليداو پراختيا دبنديزپه موخه جوړه شويده


















