دا ستا په سترګو کې دنیا وینمه ځــــان وینمه

غزل

عبدالله ریحان

دا ستا په سترګو کې دنیا وینمه ځــــان وینمه
راج دعـــمر وینم،  سخـــــاوت د عثمان وینمه

دشتې میرې ورباندې ښکلې دي نظره مه کړې
یو څــــو ژنکي زمونږه کلي کـې روښان وینمه

ستړیـــه ژوندونه پاکـــو هیلــــو ته مو ورسوه
دا ستا په غیږه کـې سلګۍ سلګۍ ارمان وینمه

خدای خـو دې راوله د سپین پټکي ملنګه یاره
ستا و راتلــــو ته انتظار کـــې هـــر افغان وینه

ګوندې پیغام د سپینې سولــې او د امن راوړي
د وطن غرونو کې (ریحان) غاټول ګلان وینمه

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button