خواجه غار کې ۱۴ پوستې او لس کلي طالبانو نیولي دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمري۱ بصیراحمد پاڅون

طالبان وایي د عمري عملیاتو په لړ کې یې پرون د خواجه غار ګورتیپې په سیمه کې له پولیسو او اربکیانو څخه ۱۴ پوستې له ګڼ شمیر وسلو او پوځې مهماتو سره نیولي دي.

طالبان وایي پدې جګړو کې چې د پرون ورځې سهار یې پیل کړي او دشپې تر ناوخته یې دوام وکړ زیا شمیر پولیس او اربکیان هم وژلي او ۲ تنه پولیس یې ژوندي نیولي دي، طالبانو د خپلو تلفاتو په اړه ویلي چې یوازې یو تن یې ټپي شویدی.

د تخار ولایتي چارواکو هم د جګړې پخلی کوي او وایي چې سیمې ته یې کومکي ځواکونه لیږلي تر له لاسه وتلي سیمې بیرته له طالبانو ونیسي.

د ګورتیپې په سیمه کې  د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ اوس هم خونړۍ جګړه روانه ده.

د ملي وحدت مشر محمد اشرف غني نن وسلوالو ځواکونو ته امر کړی چې په تخار او کندز کې طالبان له یوې مخې ختم کړي او کندز دتل لپاره د دوی له منګولو وژغوري.

د طالبانو ویاندویانو پدې اړه ویلي چې طالب وسلوال ځواکونه په بشپړه توګه د حکومتي ځواکونو مقابلې ته چمتووالی لري ، ذبیح الله مجاهد د کابل ټکي کام خبریال ته همدا شیبه وویل چې که حکومتي ځواکونه په کندز کې د پراخې جګړې پیل کوي نو اول دې سلګونه تابوتونه  د ځانونو لپاره تیار کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button