ليکوال : شريف الله (پکتياوال)
په تورخم دروازه له جګړې وروسته د افغانستان او پاکستان اړيکې خرابې شوې او لا د خرابيدو پر لور روانې دي، چې په نتيجه کې يې د کابل ادارې په پاکستاني توکو لکه اوړه او نورو بنديز لګولی او پاکستان بيا د دوی په هيواد کې د ميشت افغان مهاجرينو په نيولو، ډبولو او زورولو لاس پورې کړی، دا به وخت معلومه کړي چې د دوی ترمينځ همدا لړۍ به ترکومه دوام ومومي خو يوشمير د پام وړ ټکي دا دي چې په موجوده شرايطو کې افغان مهاجرين بايد له زعم څخه او پاکستان بايد له پوره احتياط څخه کار واخلي.
آوريدل کيږي چې د پاکستان د همدغې تګلارې په مقابل کې په پاکستان کې ميشت يو شمير افغان مهاجرينو خولې خلاصې کړې او ډيرې بې واکه او بې باکه خبرې کوي، چې دا په ښکاره د يو چا احسان نه منل او نمک حرامي ده، ځکه افغان مهاجره که ته په ګريوان کې سر ښکته کړي د جوش نه بلکې د پوره هوش په حالت کې سوچ او فکر وکړې نو درته معلومه به شي چې ګرمه په چاکې ده.
تا چې د روسي يرغل په وخت کې پاکستان ته کډه باروله هدف او مقصد دې دا بيانول چې د خپل اسلام، ناموس، سر او مال خوندي کولو او د هيواد ازادولو لپاره پاکستان ته هجرت کووم، خو کله چې روسي ځواکونه مات شول، هيواد مو ازاد شو نو تاسو د دې پر ځای چې بيرته مو خپل هيواد ته کډه بار کړې وای، د خپل هيواد بيا رغونه مو کړې وای، نه يوازې دا چې په پاکستان کې مو سترګې خړې کړې بلکې په خپل منځي جګړو مو لاس پورې کړ او په هيواد کې پاتې روغې جوړې ودانۍ مو هم په کنډواله بدلې کړې، ځکه همدا تاسو وی چې کورونه مو په پاکستان کې وو پاټکونه او ځنځيرونه مو په هيواد کې جوړ کړي وو.
همدا تاسو وی چې ځانونه مو مجاهدين بلل خو وروسته هغه څوک در څخه جوړ شول چې د هيواد په کونج کونج کې انسانانو څه چې د غرونو حيواناتو هم کرکه درڅخه کوله، تاسو په ګريوان کې سر ښکته کړی تاسو څه ونکړل، خلک مو په سپيو وداړل، د خلکو په ناموسونو مو تيری وکړ تر دې چې ستاسو دلاسه له څو منزله انجونو ښکته ځانونه وغورځول، هلکان مو په نکاح کړل او هغه څه مو وکړل چې انسان يې په يادولو شرميږي.
کله چې تر پوزې راغلی بيا مو د اسلامي نظام او امنيت نعرې شروع کړې، دا ارمان مو هم پوره شو، طالبانو په هيواد کې هغه امنيت راووست چې له صحابه کرامو وروسته تر ننه پورې يې په ټوله نړۍ کې ساری نه دی ليدل شوی، او بشپړ اسلامي نظام يې هم راووست، خو همدا تاسو وی چې همدغه نظام ته مو هم په سپکه وکتل، د ملاتړ او همکاري پر ځای مو په دښمني لاس پورې کړ، همدا تاسو وی چې د امنيت او اسلامي نظام نعره مو بيا دروغ ثابته شوه او بيا مو د دې پر ځای چې د همدغه اسلامي نظام په سيوري او د بشپړ امنيت په فضا کې مو ژوند تير کړی وای بيا مو په پاکستان کې سترګې مړې او خړې کړې.
کله چې طالبان ولاړل او د يوه کافر (روس) پر ځای اته څلويښت کافران راغلل او ښه پريمانه ډالر يې هم درته راوړل، همدا تاسو وی چې بيا مو په پاکستان کې سترګې مړې کړې او تر ننه پورې په خړو او مړو سترګو پکې پراته ياست.
افغان مهاجره ! ته په ګريوان کې سر ښکته کړه، څه دې وکړل، څه کوې او په څه مو سر دی، روس نه غواړی، سوچه مسلمان او سپيڅلی اسلامي نظام نه غواړی، د اسلام او مسلمانانو تر ټولو سخت دښمن يهود او نصاری نه غواړی، اخير څوک غواړی؟ .
نن ورځ چې پوليس د مهاجر کارټ پوښتنه درڅخه وکړي، نو اوتې بوتې، سپکې سپورې وايې، سپکو سپورو ته ضرورت نشته، نن ورځ چې پاکستان خپل هيواد ته د تلو خبره درته کوي، ښه په خوشحالی ځه او ولاړ شه، دا چې هلته امنيت نشته، اسلاميت نشته، دا ستا خپله ګناه ده، دا هر څه ستاسو دلاسه دي، اوس که ښه دي که بد ورځه او ورشه.
او پاکستان ته احتياط کول ځکه پکار دي چې افغانستان يې ګاونډي هيواد دی، او داسې ګاونډي دی چې تل يې په مشکل وخت کې ملا ورسره تړلې، دا چې اوس د امريکا په مشری هند، ايران او نور دا کوښښ کوي چې د پاکستان او افغانانو ترمينځ د کرکې او دښمني پيدا کولو په پاليسي کې بريالي شي نو پوره احتياط پکار ده چې د دوی دغه شوم هدف او ناولې پاليسی عملي نشي.
زما په فکر که چيرته د پاکستان په هکله د افغانانو کرکه نوره هم زياته شي دا به د پاکستان لپاره هغه خطر وي چې په له منځه وړو کې به يې پاکستان هيڅکله بريالی نشي.

















