کابل ټکی کام ۱۳میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د افغانستان امنيتي چارواکي وايي، چې په ختيځ ولايت ننګرهار کې تېره شپه د وسله والو په يوه بريد کې ۷ تنه سرحدي پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
پېښه د دې ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار چارواکو ويلي دي، چې داعش وسله والو د سرحدي پوليسو پر يوه پوسته په بريد کې ياده مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د سرحدي لوا قوماندان ولي خان شينواري ويلي دي، چې پوليسو او اربکيانو د سرحدي پوليسو مرستې ته رادانګلي دي او داعش وسله وال یې په شا تمبولي دي.
نوموړی وایي په نښته کې داعش وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره یې نه ده مالومه.
د بريد پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې.















