د بمبار پرمهال د کندزپه روغتون کې يوطالب هم نه و

کابل ټکی کام ۰۱۲میزان/۱۳۹۴

انصار

د کندز پر روغتون چې امريکايي الوتکو بمباري وکړه، د بې پولي ډاکټرانو د امريکا هغه ادعا رد کړه چې د امريکايي جنګي الوتکو له بمبارۍ وړاندې طالب جنګياليو د بې پولې ډاکټرانو له روغتون څخه پر امريکايي او افغان عسکرو ډزې کولې.

رويټرز خبري اژانس وايي، چې نږدې يوه اونۍ وړاندې طالبانو کندز ښار په بشپړه توګه ونيو او له هغې وروسته امريکايي عسکرو د افغان پوځيانو په ملتيا هڅه وکړه، چې کندز ښار له طالبانو ونيسي، مګر د دوی د وروستيو معلوماتو له مخې کندز ښار لا هم د طالبانو له واکه په بشپړه توګه ندی وتلی او اوس هم له ښاره د باندې د افغان امنيتي ځواکونو په ملتیا د امريکايانو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

رويټرز خبري اژانس د بې پولې ډاکټرانو د مرکزي دفتر د چارواکو له قوله ليکلي: « کندز کې د ساحوي روغتون دوازه ټوله شپه تړل شوې وه  دامريکادا ادعاغلطه ده  چې طالبان  پکې و.»

هغه شپه چې امريکايي الوتکې د کندپه ښار کې پر روغتون بمباري کوله  د روغتون له عملې، ډاکټرانو، ناروغانو او پيوازانو پرته هېڅوک هم په روغتون کې نه وو.

د امريکايي الوتکو د بمباريو په اړه د بې پولې ډاکټرانو اداره وايي، چې په نړيوال معيار برابر يو روغتون بمبارول هېڅکله د توجيه او زغمولو وړ نه دی.

د رويټرز خبري اژانس د عيني شاهدانو له قوله وايي د امريکايي جنګي الوتکو د بمبارۍ له امله ناروغان او ډاکټران ژوندي سوځيدلي وو.

د کندز پر ښار د امکاني بمباريو په اړه د بې پولې ډاکټرانو اداره زياتوي: «موږ افغانستان کې د ناټو چارواکو او واشنګټن کې امريکايي لوړپوړو افسرانو ته خبر ورکړ، چې امريکايي الوتکې زموږ پر روغتون بريد کوي، مګر د دې سربېره امريکايي الوتکو نږدې يو ساعت زموږ پر ساحوي روغتون بمبارۍ ته دوام ورکړ»

دغه روغتون، چې زورګونو ولسي وګړو ته يې وړيا طبي اسانتياوې ورکولې، د امريکايي الوتکو له بمبارۍ سره په اور کې لولپه شو، له خپلو لسګونو ډاکټرانو، نرسانو او ناروغانو سره د امريکايي الوتکو په بمبارۍ کې وسوځېده.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې افغان امنيتي ځواکونو نن د هوا له لارې د کندز خلکو د کندز د بيا نيولو مبارکۍ راوغورځولې او له خلکو يې غوښتنه وکړه، که هر ځای يې نظامي موټر وليدل، نو امنيتي ځواکونو ته دې وسپاري،

د دې نه دا څرګنده شوه چې امريکا په کندز ښارکې پر روغتون بمبارولواو ډاکټرانو په وژلو د بشر د حقوقو هيڅ راز قوانين په نظرکې ندي نيولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button