په ترکيه کې ۱۳۰ رسنۍ وتړل شوې او ۱۴۹ نه زيات جنرالان ونيول شول

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۷ زرغون خوږیاڼی

ترکيې د ناکامې پوځي کودتا وروسته پریکړه وکړه، چې د مخالفو پوځي کړيو او بې باوره رسنيو يو شمېر رسنيزې ادارې وتړي.

ترکي چارواکو د ناکامې کودتا د ملاتړ په تور، درې اژانسونه، شپاړلس تلويزوني کانالونه او يو شمېر نورې چاپي رسنۍ تړلي. دمګړۍ د ترکيې حکومت د پوځ ۱۷۰۰ جنرالان او ډګروالان له وظيفو لرې کړي او ۱۴۹ جنرالان يې نيولي.

د ترکيې حکومت وايي، چې د ناکامې کودتا په هڅو کې ښکېل ملکي او پوځي چارواکي به له دندو ګوښه او محاکمه کړای شي.

په اردګان د ناکامې کودتا راهيسې تر دې دمه ۲۴۶ تنه وژل شوي او يو تعداد ټپيان دي.

ترکيه دعوه لري چې د دې کودتا تر شا د فتح الله ګولن لاس دی، دوی وایي فتح الله ګولن په امريکه کې استوګنه لري او اوس هم په دې هڅه کې دی چې د خپل نفوس له لارې د ترکيې منتخب حکومت نسکور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ترکيې حکومت د کودتا د ملاتړ په تور ۴۲ د سيمييزو رسنييو ژورنالستان هم نيولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button