افغانستان په رسمي ډول د سوداګرۍ د نړیوالې ادارې WTO غړی شو
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۸ زرغون خوږیاڼی
افغانستان په رسمي ډول د سوداګرۍ د نړیوالي ادارې ویټو WTO غړی شو، دې هېواد د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د دغې ادا غړیتوب ترلاسه کړی و ؛خو رسمي تائید یې نن وشو.
افغان چارواکي وایي، چې د WTO یا سوداګرۍ د نړیوالي ادارې په غړیتوب سره به د افغانستان ډېرې ستونزې حل شي او افغان تجاران به د نړۍ تجارتي بازارونو ته مخه کړي او د هېواد په ګټه په توکي وپيري.
د افغانستان سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي د WTO د غړیتوب په اړه وویل، چې زموږ تولیدات او صادرات به ورسره ډېر شي، د ترانزیت ستونزه به حل شي او زموږ اقتصاد به له دوو نیمې تر درې نیمې سلنې پورې ډېر شي.
د WTO سوداګرۍ نړۍ والې ادارې په مرسته اوس افغان تاجران کولی شي، چې د نړۍ له هر لوري او د WTO غړي له هر هېواد څخه صادرات او واردات وکړي، د ټرانزیټ سهولتونه ورته په نړیواله توګه برابر کیږي.
همدا رنګه افغان تاجران کولی شي. چې د ویټو ټولو هېوادونه ته د کار او تجارت په موخه لاړ شي او هلته د هېواد په ګټه توکي راوارد کړي.
افغان تاجرانو هیله ښودلې دا، چې د یادې ادارې غړیتوب به د هېواد په ګټه تمام شي او له اقتصاد سره به ستره مرسته وکړي.
بلخوا د هېواد اقتصادي کارپوهانو دا کار د افغانستان د تیارۍ تر مخه بللی دی او وايي، چې ګټه به ورڅخه پورته نشي.



