افغان حکومت سلګونه ماشومان بندیان کړي دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۸ بصیراحمدپاڅون

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان وایي: له ۲۰۱۵م را په دیخوا د افغانستان د ملي امنیت او وسلوالو ځواکونو سلګونه ماشومان په دې تور نیولي دي چې له وسلوالو طالبانو سره اړیکي لري..

دغه سازمان پخپل راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي چې د نیول شویو ماشومانو عمرونه له اتلسو کالونو ټیټ دي.

پدې راپوار کې ویل شوي چې  په زندانونو کې له ماشومانو سره ناوړه  چلند کیږي ، وهل، ټکول او ځورونکي شکنجې ورکول کیږي او په ځینو مواردو کې  جنسي تیري هم ورباندې کیږي.

د بشر حقونو نړیوال سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی له افغان حکومت نه غوښتنه کړي چې له قانوني پړاوونو پرته د ماشومانو نیول ودروي.

افغان حکومت تر اوسه د دې راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي

طالبانو په همیشني ډول ویلي چې دوی په جګړو کې هیڅکله له ماشومانو کار نه اخلي نو ځکه د افغان دولت لخوا د ماشومانو نیول یو ستر ظلم دی.

د افغانستان ملي امنیت یو لړ داسې ویډیو ګانې خپرې کړي چې ماشومان د سرتیرو بریدونو کولو په اړه خبرې کوي.

خو طالبان وایي چې دا استخباراتي پروپاګند دي چې پخپله ملي امنیت په لاره اچولي تر څو طالبان بدنام کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button