په امریکا کې یوه جنګي الوتکه غورځیدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۹) زرغون خوږیاڼی
د امریکا متحده ایالتونو د میرامار د هوايي هډې چارواکو ویلي، چې ددوی اړوند یوه اف ای ۱۸ سي ډوله جنګي الوتکه د کالیفورنیا په ایالت کې د سان دیګو د د تونټي ناین د سیمې په دښته کې د تعلیمي الوتنې پر مهال غورځيدلې ده.
د امریکا د هوايي ځواکونو د میرامار هوايي هډې د چارواکو په وینا، په پیښه کې د الوتکې یو پيلوټ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په وینا د الوتکې د غورځیدو لامل څرګند نه دی او په اړه یې څیړنې روانې دي.



