امریکا په افغانستا کې د امنیتي تړون خلاف د توغندیو ضد دفاعي سیستم نصبوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۹) زرغون خوږیاڼي
ځینې سرچینې وايي، چې متحده ایالتونو د پروان په کوه ساپي سیمه کې توغندیو ضد دفاعي سیستم نصبوي او د دغه مرکز د جوړولو لپاره ځای په نښه کړی دی.
سرچینه وايي، چې امریکا د ماینونو د پاکولو لپاره یې له یوه افغان خصوصي شرکت سره د پنځوس ميلیونه ډالرو په ارزښت تړون هم کړی دی.
سرچینې کابل نیوز ټلوېزیوني شبکې ته وویل، چې امریکا په افغانستان کې د توغندیو ضد دفاعي سیستم لګوي خو د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون له مخې په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه کولی شي چې یوازې نهه پوځي اډې او نور اړین تاسیسات ولري.
ویل کېږي چې امریکايي ځواکونه په کوه ساپي کې دغه سیستم د څار او امنیت په موخه لګوي.
تر اوسه پورې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د دغه سیستم د جوړولو په تړاو معلومات نه لري، خو وایي دا موضوع به وڅېړي.
داسې ویل کیږي، چې د دغه توغندويي ضد سیستم د نصبولو هدف پر بګرام هوايي ډګر او کابل د توغندويي بریدونو مخنیوی وي، خو شنونکي د دغسې سیستم جوړول په سیمه کې د نورو هېوادونو څار ګڼي.
د شنونکو په باور، امریکا غواړي چې افغانستان په اوږدمهاله نړیواله جګړه کې ښکېل او له دې ځایه خپل سیمه ییز اهداف تعقیب کړي.
د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون پر اساس متحده ایالات په افغانستان کې نهه پوځي اډې کارولای شي، خو د دغه نوي جوړېدونکي مرکز په تړاو چې متحده ایالاتو او افغان حکومت نه دی تصدیق کړی، په امنیتي تړون کې یادونه نه ده شوې.
امریکا د امنیتي او دفاعي تړون له ډیرو مادوه سرغړونه کوي، چې د تړون خلاف سږ کال یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ستنه شوه او پر دې سربېره سپینې ماڼۍ افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د لېږلو پرېکړه هم وکړه.
د شنونکو په باور دا هغه څه دي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د امریکا پالیسي څرګندوي.
امریکا او د ناټو غړو هېوادونو د بروکسل په وروستۍ غونډه کې تر ۲۰۲۰ کاله پورې د افغان ځواکونو د تمویل ژمنه هم وکړه چې د زیاترو افغانانو اندېښنه یې راپاروله.
د عامو افغانانو په باور امریکا او ناټو په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسې د تشویق پر ځای د جګړې پر دوام ډېر تاکید کوي، چې ښه بیلګه یې د ولسي جرګې د جګړي لومړیتوبونو ته رایه وه.
د شنونکو په باور، امریکا اوس د خپلو رقابتونو میدان افغانستان ګرځوي، چې د پروان په کوه ساپي سیمه کې هم د دفاعي سیستم نصبول همدا لامل ښيي.



