ترکیه: کردي یاغیانو ۵ عسکر وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۹) زرغون خوږیاڼي
د ترکيې خبري سرچینو له قوله ویل شوي، چې د حقاري ولایت د چقورجا په ولسوالۍ کې په ترکي امنیتي ځواکونو وسله وال برید وشو. په برید کې ۵ عسکر ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې یاد برید کردي بیلتون غوښتونکو د چقورجا ولسوالۍ په لویه لاره کې هغه مهال وکړ، چې ترکي ځواکونه په تالاشۍ بوخت وه.
له برید نه وروسته نښته پيل شوې، چې مخالف لوري ته هم د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده ، چې په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته کردي بیلتون غوښتونکو یا د پي کا کا وسله والې ډلې په ترکیه کې بریدونو ته زور ورکړی او اوسمهال یې ترکیه له سختو ننګونو سره مخ کړې ده.



