پکتیا ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ شخړه کې د ملي اردو افسر په شمول ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۹) زرغون خوږیاڼی

پرون د جمعې په ورځ په پکتیا ولایت کې د دوه کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر په شخړه او نښته کې له دواړو کورنیو څخه ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

د پکتیا امنیتي سرچینې وايي: یاده پېښه د پکتیا ولایت د مرکز اړوند د بنوزیو په کلي کې د ملي اردو د یوې پوستې تر څنګ رامنځته شوې ده، چې ملکي وګړو او د اردو عسکرو یې د خلاصون هڅه کوله، چې د کورنیو تر منځ یو پر بل ډزې وشوې، په ډزو کې  یو ملکي وګړی او د ملي اردو یو افسر ووژل شول او د دواړو کورنیو لخوا ۱۰ تنه ټپیان شول.

په ټپیانو کې د شپږو تنو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی او ویل کېږي، چې د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

د پکتيا د والي وياند نقيب الله اتل د پېښې د پخلي کړی او ویلي یې دي، چې د ځمکې پر سر د اختلاف له امله وسله واله نښته شوې، چې په کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبل ناوښتې ده.

بلخوا عیني شاهدانو ویلي، چې دخوست گردیز پہ عمومي سرک د ملی اوردو عسکرو لخوا په ملکي خلکو باندې ډزې وشوې چې تر ۳۰ کسانو یې مړه او ژوبل کړل، چې په ځوابي ډزو کې د ارو یو افسر هم ووژل شو.

ځايي اوسیدونکي وايي، چې اجیرې رسنۍ د اردو دې جنایت ته د قومونو او کورنیو تر منځ د جنګ اچولو نوم ورکړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button