هلمند: ګرمسیر کې نښتې شوي، دواړه خواوې یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاوې کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۹) زرغون خوږیاڼی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په یوه لیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې ددوی د ملګرو لخوا تیره شپه ۱۰ بجې د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند په بنادر سیمه کې د اردو پر یو ماموریت او د اربکیانو پر یوه پوسته برید وشو، چې تر ۱ ساعت مقاومت وروسته يې پوسته او ماموریت نیولي دي.
طالب ویاند زیاتوي، چې په پوسته او ماموریت کې میشت عسکر مړه او ژوبل شول، چې اوس هم د ۵ عسکرو جسدونه د جګړې په میدان کې پاتې دي.
ویاند په یاده جګړه کې د یو شمیر وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکوي او وايي، چې ۳ ټوډي موټر، ۳ موټرسائیکل، ۵ ام شانزده، ۳ کلاشینکوپ، د یو شمېر د راکټ مرمۍ او نور مهمات یې نیولي دي.
ویاند وایي، چې ددوی ملګرو ته په جګړه کې کوم زیان نه دی اوښتی.
بلخوا د هلمند امنیتي چارواکي وایي، چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د طالبانو سره په نښته کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې بېګاه شپه هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې وسله والو د بنادر د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل؛ خو افغان ځواکونو له سیمې نه لومړی تکتیکي شاتګ وکړ او وروسته یې پر ضد عملیات ترسره کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغان ګډو ځواکونو په دغه عملیاتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان شوي، چې د مړو جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
همدا رنګه په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی.



