افغان کرکټ لوبډلې په لومړۍ ورځ هالینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۹) زرغون خوږیاڼي
د انټر کانټينینټل لوبو په لړۍ کې پرون افغان لوبډلې ټاس وګټلو او کوربه لوبډلې ته يې د لومړي توپ وهنې بلنه ورکړه، چې په کې هالینډ لوبغاړو ۱۱۷ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځیدل.
د کرکټ ملي لوبډلې د لوبې لمړۍ ورځ د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځیدو په ۱۴۵ منډو سره پای ته ورسوله، چې پکې رحمت شاه زرمتي ۵۱ او ناسر جمال ۴۳ منډې جوړې کړې. افغانستان لا هم په روانه سیالۍ کې ۲۸ منډې مخکې والی او د لوبې دوهمه ورځ هم پوره له ځانه سره لري.
افغان کرکټ ملي لوبډلې نه یوازې د لوبې لمړی هدف په اسانۍ سره ترلاسه کړ؛ بلکې د روانې سیالۍ لمړي ۶ امتیازونه یې هم خپل کړل.
د انټر کانټینیټل تر نامه لاندې په دې سیالیو کې ټولې ۸ لوبډلې افغانستان، ایرلینډ، هالینډ، سکاټلینډ، هنکانګ، متحده عربي امارات، نمیبیا او پاپیو نیوګوني ګډون لري.
د هالینډ پر وړاندې په دې څلور ورځینۍ سیالۍ کې افغان لوبډله په ټولو نمرو د بریا خپلولو سره د جدول لمړې کرښې ته رسیدلی شي، چې اوس مهال افغانستان په ۴۱ پواینټونو سره دریم ځای لري.
د انټر کانټینټل جام تر نامه لاندې دا سیالۍ به د ۲۰۱۷ کال تر وروستۍ میاشتې دوام وکړي، چې هره لوبدله به پکې ۷ لوبې ترسره کړي.



