بدخشان: یو مزدا موټر د کوکچې سیند ته غورځېدلی، ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبل اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۹) زرغون خوږیاڼی
د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ ته څیرمه یو موټر سیند ته ولوید، چې يوولس سپرلۍ په سيند كې ډوبې شوې دي.
د بدخشان والي احمد فيصل بهزاد رسنیو ته ویلي، چې د شنبې د ورځې په ورځ سهار یو مازدا موتر، چې ۱۲ کسه یې لیږدول، له لارې څخه واوښت او د کوکچې سیند ته ولوید، چې ټوله سورلۍ یې ووژل شوې یواځې یو تن ترې ژغورل شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ دغه موترله بهارك ولسوالې څخه د بدخشان مركز فيض آباد ته روان و، چې بهارك ته نږدې سيند ته لويدلى دى.
د بدخشان والي ویلي دي: له دې پېښې يو کس په ټپي حالت كې موندل شوى او يوولس نور تري تم دي، چې ښايي مړه شوي وي.



