دوه ډلې چې نه شرميږي

ليکوال : شريف الله (پکتياوال)
افغانه وروره ! که زه او ته په ګريوان کې سرونه ښکته کړو پريکړه به وکړو، چې مونږ د احمد شاه ابدالي، ميرويس نيکه او غزنوي لمسيان نه يو، بلکې د اوسنی نړۍ هغه سپين سترګې، دروغژن او دوکه بازان يو، چې نه مو اسلاميت شته، نه مو لوظ شته، نه مو قول شته، نه مو غيرت شته او نه مو افغانيت شته.
زما او ستا نيکونه او پلرونه په رښتيا چې ډير ننګيالي، توريالي او اتلان وو، خبره يې خبر وه او وعده يې وعده وه، د زړه او د خولې خبره يې يوه وه، که په خوله مسلمان وو په زړه کې به هم مسلمان وو، او که په خوله به ننګيالی وه هډونه به يې هم ننګيالي وو.
خو زه او ته داسې نه يو، ځکه زه او ته ځانونه مسلمانان ګڼو، په خپله حيا او ناموس ځانونه قرباني بولو، دا مو د خولې خبرې دي، خو په عمل کې داسې نه ده، ځکه ټوله نړۍ مو ويني چې له مسلمانۍ څخه د بيزاه کيدو، له حيا او ناموس څخه د تيريدا لپاره لکه ياجوج ماجوج اروپایي هيوادونو ته منډې وهو.
مونږ چيغې وهو، چې په هيواد کې مو جګړې دي، وطن مو وران شو، ولس مو تباه شو، کورونه مو وران شول، خو د دې پر ځای چې خپله جګړه ختمه کړو د څو روپيو لپاره د سوريې جګړې ته ورځو.
مونږ بده ورځ کوو، چې هيواد مو ځکه وران شو دلته تعليم نشته، ټوپک دی او قلم نشته؛ خو هغه څوک چې د قلم خاوندان دي تاسو يې په فيسبوک کې لیکنې ګورۍ، چې د دوی قلم زمونږ هيوادوالو ته څومره ګټه ورسوله، ټوله ورځ کنځل، سپکې سپورې، بې ننګه او بې ناموسه خبرې ليکي، همدا يې کار دی او همديته ته ناست دي، د همدغو قلم خاوندانو ته دې د کابل پلونو لاندې د ناستو پوډريانو بلا ور په سر شي.
راځو اصلي مطلب ته هغه دا، چې دوه کسان داسې هم شته چې بيخي په هيڅ نه شرميږي، يو هغه څوک چې پلرونو او نيکونو يې د چا د لاسه هجرت کړی وو، د چا دلاسه شهيدان شوي يا زخميان شوي وو، نن ورځ دوی د هماغو خلکو حمايت کوي، ملا تړ يې کوي، ځان ترې قربانوي او په چوپړ کې يې اوسي.
که مونږ د هيواد لنډ تاريخ ته وګورو په کې پيدا به کړو، چې د نورمحمد ترکي له وخت رانيولې بيا د ډاکټر نجيب تر وخته څوک چې د مقاومت رهبري کوونکي وو هغوی نن ورځ په مونږ مسلط دي، همدا دوی وو چې مونږ يې مهاجر کړو، شهيدان يې کړو، بنديان يې کړو، يتيمان يې کړو، دا به د تقدير فيصله وي چې هماغه خلک يې نن ورځ بيا په مونږ واکدران کړل.
خو اې د همدغو خلکو د لاسه مهاجره! اې د همدغو خلکو د لاسه د شهيد پلار بچيه! اې د همدغو د لاسه در په در افغانه! که نور څه نشې کولای دومره خو وکړه، چې حمايت او مرسته خو يې مه کوه، د دوی ډله خو مه زياتوه، د دوی په چوپړ کې خو مه اوسه.
او دويم هغه څوک (يعنې د همدغه مقاومت خلک) دي، چې د چا د لاسه ووژل شول، د چا د لاسه چې رسوا شول، د چا د لاسه چې د بانجانو (ټماټرو) ريړيو ته ودريدل، نن ورځ په ډيره بې شرمۍ، په ډيره بې حيایۍ د هماغو خلکو په پښو کې پراته دي، د غلامی ځنځيرونه يې غاړو ته اچولي او د بندګۍ سجدې ورته کوي.
اې د مقاومت خلکو او د کابل ادارې واکمنانو! نن ورځ افغانستان ته امریکا راغلې ده، ايا دا هغه امريکا نه ده چې تاسو يې په خپلو کې د مجاهدينو په نوم په شرمونو وشرمولی، ايا دا هغه امريکا نه ده چې تاسو يې د جنرالۍ له رتبې څخه د بانجانو ريړيو ته ودرولۍ؟.
نن ورځ چې تاسو هماغو امريکايانو ته پلاران واياست، باداران ورته واياست، د خپل ژوند خوندي کوونکي او د هيواد جوړوونکي ورته واياست، نه پوهيږم چې دا کوم ډول عقل، کوم ډول غيرت، کوم ډول افغانيت او کوم ډول سياست دی.



